ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ، دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان نن په تهران کې د قطر له خارجه وزیرشیخ محمد بن عبدالرّحمن آل ثاني سره چې د ایران په سفر راغلی ، لیده کاته وکړل .
د ایران خارجه وزیر د قطر له خارجه وزیر سره په کتنې کې د دوو اړخیزو اړیکو او دغه راز د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو او موضوعګانو په باب هم دنظر تبادله وکړه او وې وئيل ، دسیمې درستې شخړې او ترینګلتیاوې د سیمې د هیوادونو دحکومتونو په وسیله حل کیدلی شي او له سیمې د ورآخوا لاسوهنې او دسیسې د سیمې وضعیّت دښه کولو په ځاي د ترینګلتیا په لور کاږي .
په راپور کې وئيل شوي چې د ایران او قطر خارجه وزیرانو د سیمه ایزو مسئلو په تیره بیا د افغانستان د بدلونونوپه باب هم نظر تبادله کړې او دغه راز ئې پر ځينو نورو نړیوالو او د اسلامی نړۍ پر مهمو موضوعګانو هم په خبرواترو سره د پيلوماسۍ او دخپل مینځیو مشورو او راشه دیرشه په ضرورت ټينګار کړی دی .